کورپاڼه / جالب / په جاپان کې چاغ کسان په کرایه نېول کېږي

په جاپان کې چاغ کسان په کرایه نېول کېږي

په جاپان کې ډېر په زړه پوري خدمتونو پیل شوي، چې له مخې یې اړمن کسان چاغ خلک په کرایه نیسي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې نوو جاپاني خدمتونو د خلکو پام ځانته اړولی، چې له مخې یې هم شخصي خلک او هم شرکتونه چاغ کسان په دوه زره ین (اتلس ډالر) د یو ساعت په بدل کې کرایه کېږي.

په جاپان کې د بېلابېلو کارونو او موخو لپاره خلک کرایه کوي او ځینې کسان د بې وفا ملګري له عاشق سره د ملګرتیا لپاره داسې کسان هم کرایه کوي ترڅو عاشق یې وپوهوي او له دې لارې یې یو لوري ته کړي.

همدغه راز د منځني عمر لرونکي کسان له یواځیتوب څخه د ژغورلو لپاره هم خلک کرایه کوي او په روانه میاشت کې بیا د چاغو کسانو د کرایه کولو خدمتونه هم پیل شول.

دې خدمتونه ته (Debucari) ویل کېږي، چې د مسټر بلس په نوم شخص یې چلوي او دا یې د رخت د یو برانډ لپاره کرایه کوي. لکه څنګه چې په جاپان کې سل کیلو ګرامه وزن لرونکي کسان ډېر کم وي، نو که بیاهم پیدا شي نو یو ښه کاروبار ورته ویل کېږي.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …