کورپاڼه / روغتيا / روغتیایي کارپوهانو د هغه کسانو لپاره بد زېری ورکړ چې لږ خوب کوي

روغتیایي کارپوهانو د هغه کسانو لپاره بد زېری ورکړ چې لږ خوب کوي

د شپې په خوب کې د خلل رامنځته کیدل یاهم لږ خوب کول یوه داسې ستونزه ده چې تقریباً هر شخص ورسره مخ دی، خو اوس په دې اړه روغتیاپالانو له اندیښنې ډک خبر ورکړی.

په بریتانیې کې د یوې ترسره شوې له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې د شپې خوب نه ورځي یا تر نیمې شپې پورې ویښ وي، دا ډول کسان له وخته وړاندې د مړینې سبب کېږي.

څېړونکې وایي چې موږ له وړاندې په دې پوهېدو چې د خوب د کمښت او خرابې روغتیا ترمنځ پیاوړې اړیکه وي، خو نوې پایلې بیا له اندیښنې ډکې وې. دوی وایي چې ډاکتران باید د خوب ستونزه جدي ونیسي ترڅو خطر یې کم کړي.

دوی زیاتوي چې له شکر څخه خو هسې هم د بېلابېلو ناروغیو او مړینې خطر تر ۶۷ سلنو پورې ډېروي، خو هغه کسان چې د بې خوبۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي یاد خطر یې تر ۸۷ سلنو پورې لوړېږي.

څېړونکې وایي چې ژور خوب کول د ذهني نا آرامۍ د مخنیوي لپاره مرستندویه وي. یعنې که چېرته ژور خوب وکړو نو د ذهني نا آرامۍ، وېرې او عصبي ستونزو د خلل د ناروغیو درملنه کوي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …