کورپاڼه / جالب / د هغه کسانو د مرستې لپاره روبوټ جوړ شوی چې د یوازیتوب ښکار وي

د هغه کسانو د مرستې لپاره روبوټ جوړ شوی چې د یوازیتوب ښکار وي

د هانګ کانګ د هانسن شرکت د روغتیایي سکتور لپاره له صوفیه روبوټ څخه وروسته د انسان په ډول د (ګریس) روبوټ جوړ کړی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شرکت په نوې پروژه کې روغتیا ته د پاملرنې اړخ په پام کې نېولی او دغه نوی روبوټ یې د ډېر عمر لرونکو د یوازیتوب ښکار کسانو لپاره ډیزاین کړی.

دا روبوټ په اسیایي شکل یا ځانګړتیاوو سره جوړ شوی، د نرس لباس ور اغوستل شوی او پر سینه یې د تودوخې معلومولو لپاره کامره نصب شوې.

په ګریس نومي روبوټ کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخیستل شوې، چې له انګلیش پرته په چینایي ژبه هم خبرې کولی شي. د شرکت اجراییوي رییس ډیوډ هانسن وایي چې دا روبوټ یې د ډاکترانو په ډول ځکه جوړ کړی چې د وبایي ناروغیو پرمهال پر روغتیایي کارپوهانو فشار کم کړي.

نوموړی وایي چې په نړۍ کې د خلکو د خوندیتوب لپاره د اتومات سیستم اړتیا لیدل کېږي. صوفیا او ګریس روبوټ ځکه ځانګړي دي چې د انسانانو په ډول جوړ شوي او بل اړخ یې دادی چې دا د هغه کسانو لپاره ګټور وي چې د یوازیتوب ښکار وي.

دا هم ولولئ

ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

که چېرته په عموم کې خبرې کوو نو د ماشوم ژړا د والدینو لپاره ښه …