کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د رحمان الله ګربز لوبډلې بریا خپله کړه
رحمان الله ګربز ۱۰ جون

د رحمان الله ګربز لوبډلې بریا خپله کړه

پي ایس ایل کې د ملتان سلطانز او کراچۍ کنګز ترمنځ ښه لوبه ترسره شوه، چې ملتان سلطانز د ۱۲ منډو په توپیر په لوبه کې بریا خپله کړه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) شپږم پړاو ۱۶مه لوبه د ملتان سلطانز او کراچۍ کنګز ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې کراچۍ کنګز پچه وګټله او لومړی یې ملتان سلطانز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ملتان سلطانز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې ريلي روسو ۴۴، خوشدل شاه ۴۴ ناسوځېدلې، سهیب ثاقب ۳۱ او محمد رضوان ۲۹ منډې ترلاسه کړې. د کراچۍ کنګز له خوا تیسارا پریرا ۲، وقاص مقصود او عماد وسیم ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۷۷ منډو هدف په تعقیب کې د کراچۍ کنګز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې او د ۱۲ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی له خوا بابر اعظم ۸۵ ناسوځېدلې او چاډویک والټن ۳۵ منډې وکړې. د ملتان سلطانز له خوا بیا عمران خان ۳ او عمران طاهر ۲ لوبغاړي وسوځول.

په دې لوبه کې رحمان الله ګربز ۳ او نجیب الله ځدراڼ ۱۱ منډې وکړې، ګربز د ملتان او نجیب د کراچۍ کنګز لوبډلو لپاره لوبېږي، خو یو هم توپوهنه کې ونه ځلېده.

نن به بله لوبه د لاهور قلندرز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شي، دا لوبه چې ۱۰:۳۰ بجې پیلېږي، راشد خان، حضرت الله ځاځی او وقار سلامخېل هم پکې ښايي ولوبېږي.

دا هم ولولئ

نجیب الله ځدراڼ

کراچۍ د کوټې لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه، د لاهور بخت به هم نن معلوم شي

د کراچۍ کنګز ښه توپوهنه ترسره کړه چې د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې ته یې د …