کورپاڼه / اسلام / نکاح کول ولې اړین وي، په قران او حدیث کې یې په اړه څه راغلي؟

نکاح کول ولې اړین وي، په قران او حدیث کې یې په اړه څه راغلي؟

په اسلام کې نکاح ته ډېر اهمیت ورکول او د نکاح د اړیکو په اړه یې چې کومه نظریه او اعتدال وړاندی کړی، ډېر جامع او مثال یې نشته. یعنې په اسلام کې نکاح د خواهشاتو د پوره کولو او د طبیعي احساساتو د تسکین نوم نه دی.

لکه څنګه چې انسان ډېر نور طبیعي اړتیاوې لري همدغسې یې نکاح هم یوه طبیعي او مهمه اړتیا ده، نو ځکه خو اسلام ورته په جایز او مهذب ډول اجازه وکړې او د انساني بقاء او خوندیتابه لپاره یې اړینه بللې.

په قران کریم کې الله تعالی فرمایي چې ای خلکو له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چې تاسې یې له یو ځان څخه پیدا کړي یې او بیا یې له هغې جوړه پیدا کړئ او د هغوی دواړه له کثرت څخه نارینه او ښځې خواره کړي. (سورت نسآء)‏

په بې شمېره حدیثونو کې هم د نکاح کولو حکم شوی، په یو حدیث شریف کې عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمایي: ای د ځوانانو ټولیه! تاسې کې که هرڅوک د کور نفقه پوره کولی شي نو باید نکاح وکړئ، ځکه چې نکاح سترګې ټیټوي او د شرمګاه په ساتنه کوي ځانګړی داخلت لري او هغه څوک چې توان یې نه لري روژه دې ونیسي.(مسلم شریف)

په یو بل حدیث کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ارشاد فرمایي چې کله بنده نکاح وکړس نو نیم ایمان یې بشپړېږي، نو اوس ورته پکار ده چې په نیم دین کې له الله تعالی ووېرېږي.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: د اړمنو کسانو سره مرسته کول صدقه ده

حضرت عبدالله بن سلام رضي الله عنه فرمایي چې کله حضرت محمد صلی الله علیه …