کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان د پېښور زلمي نیمايي لوبډله له مېدانه بهر کړه، یو ځل بیا یې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته
راشد خان

راشد خان د پېښور زلمي نیمايي لوبډله له مېدانه بهر کړه، یو ځل بیا یې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته

راشد خان په پرونۍ لوبه کې یو ځل بیا زبردسته توپ اچونه ترسره کړه، چې د پېښور زلمي نیمايي لوبډله یې په یوازې ځان وسوځوله، لاهور لوبه وګټله او راشد خان په پرلپسې دویمه لوبه کې هم د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ۱۷مه لوبه پرون د لاهور قلندرز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې پېښور زلمي پچه وګټله او لومړی یې لاهور قلندرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

لاهور قلندرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټیم ډیویډ ۶۴ ناسوځېدلې، بین ډنک ۴۸ او جیمس فولکنر ۲۲ منډې وکړې، همدا راز راشد خان هم ۸ منډې ترلاسه کړې. د پېښور زلمي له خوا فابین الین ۲، وهاب ریاض، محمد عرفان، عمید اصف او محمد عمران ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۷۱ منډو هدف په تعقیب کې د پېښور زلمي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې او د ۱۰ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی له خوا شعیب ملک ۷۳ او عمید اصف ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. د لاهور قلندرز له خوا راشد خان ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ۴ اورونو کې يې ۲۰ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول، ۱ مېډین اور یې هم وکړ، همدا راز جیمس فولکنر ۲ او حارث روف ۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه راشد خان ترلاسه کړه، د یادولو ده چې له دې مخکې د لاهور قلندرز لوبډله کې هم راشد خان ښه لوبه ترسره کړې وه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې اخیستې وه. همدا راز راشد خان نن په تجارتي لیګونو کې د خپل کیریر تر ټولو غوره توپ اچونه هم ترسره کړه.

د پرونۍ بریا سره لاهور قلندرز په ۶ لوبو کې ۵ بریاوې خپلې کړې او د ۱۰ نومرو سره په جدول کې مخکښه لوبډله شوه، له هغه وروسته بیا کراچۍ کنګز، اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي ۶-۶ نومرې لري.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او …