کورپاڼه / روغتيا / د ذهني روغتیا د ښه کولو لپاره پنځه لارې چارې

د ذهني روغتیا د ښه کولو لپاره پنځه لارې چارې

روان تېز رفتار او مصروفه ژوند هرڅوک له ذهني فشار سره مخ کړي، نو په داسې حالت کې د ذهني روغتیا ساتنه ډېره اړینه وي ترڅو په دې ډول نه یوازې د ژوند چارې په ښه ډول ترسره شي بلکې ځان به خوښ هم وساتل شي.

ارواپوهان وایي چې د ذهني خرابۍ ترټولو لومړنۍ نښه دا وي چې د یو کار په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخ کېږو او کله چې هم موږ دا بدلون حس کړ او دا بدلون هم په بد حالت کې و تو په داسې حالت کې باید ځان تیار وساتو.

د بېلګې په توګه که چېرته یو شخص یوازیتوب خوښاوه یا یې په مسلکي ژوند کې تغیر راغی نو دا ټول د ذهني روغتیا د خرابېدو نښې، نښانې وي. چې لومړی یې د ناروغ شخص ملګري او کورنۍ حس کوي او په بله مرحله کې باید دا احساس ورکړل شي چې دغه عادت عادي نه دی.

ډېر شمېر خلک دغه بدلون نه مني ځکه دا یې د عادت برخه ګرځي، خو که چېرته غواړو چې له دې ناروغۍ څخه ځان وساتو نو اړینه ده چې له کوره بهر قدم ووهو، تازه هوا واخلو او لمر ته وګرځو. همدغه راز که کار هم نه لرو سهار باید وختي پورته شو، جامې بدلې کړو او بهر ووځو.

ارواپوهان لارښوونه کوي چې په ورځني ډول باید یو ساعت له کوره بهر آزادې هوا ته تېر کړو، مراقبه وکړئ، له هغه کسانو سره ناسته ولاړه ډېره کړئ چې تشویق کوي مو، بریاووې مو ولیکئ او په خپګان کې یې ولولئ او له چاکلیټو او چارمغزو ګټه واخلئ.

دا هم ولولئ

آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

د کورونا وایروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه د …