کورپاڼه / روغتيا / واده کړي کسان ولې د خپل ژوند له ملګري سره بې وفایي کوي؟

واده کړي کسان ولې د خپل ژوند له ملګري سره بې وفایي کوي؟

ښځې او نارینه ولې د ژوند له ملګري/ملګرې سره بې وفایي کوي؟ د (ایشلی میډیسن) په نوم د یوې ویبپاڼې کارپوهانو پر خپلو غړو کسانو یوه سروې ترسره کړې او د سروې پرمهال یې ترې همدا پوښتنه کړې خو د هغوی ځواب بیا حیرانوونکی و.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې په سروې کې ډېرو نارینه او ښځو وویل چې دوی له یو شان والي څخه ستړي شوي او په همدې سبب یې بې وفایۍ ته مخه کړې.

همدغه راز په سروې کې دیرش سلنه کسانو په حیرانوونکې توګه ومنله چې دوی کمزوري دي او له پنځو تر لسو کلونو د ژوند ملګري ته نه دي نږدې شوي.

پنځه پنځوس سلنه وایي چې دوی په ګډ ژوند کې کوم نوښت نه راولي او لس سلنه وایي چې اړیکې یې سړې دي او ترمنځ د مینې او محبت اړیکې کمزورې دي.

د سروې له پایلو څرګند شوه چې پورتني ټول موارد ددې لامل کېږي چې نارینه/ښځینه د خپل ژوند له ملګري سره بې وفایي وکړي او پرځای له کوم بل چاسره اړیکه ټینګې کړي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …