کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پېښور زلمي لوبډلې مالک هم د راشد خان په ستاینه مجبور شو
جاوېد اپریدی او راشد خان

د پېښور زلمي لوبډلې مالک هم د راشد خان په ستاینه مجبور شو

راشد خان پرون د پاکستان سوپر لیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې په وړاندې زبردسته توپ اچونه ترسره کړه چې د پېښور زلمي نیمايي لوبډله یې وسوځوله او لاهور قلندرز ته یې بریا خپله کړه.

په دغه لوبه کې راشد خان په تجارتي لیګونو کې د خپل کیریر تر ټولو غوره توپ اچونه هم ترسره کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د لوبې له بریا وروسته د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدي هم د راشد خان په ستاینه مجبور شو او په ټویټر کې يې د هغه په ستاینه کې یو ټویټ وکړ.


خو جاوېد اپریدي ته بیا ځینو کسانو ولیکل، چې راشد خان هغه په خپله لوبډله کې ولې نه اخیسته، باید چې راشد خان یې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره اخیستی وای.

همدا راز ځینو کسانو بیا د پېښور زلمي لوبډلې په لوبډلمشر باندې سختې نیوکې وکړې او له جاوېد اپریدي نه یې غوښتنه وکړه، چې هغه دې ژر تر ژره له لوبډلمشرۍ څخه لیرې کړي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …