کورپاڼه / روغتيا / ماشوم په کومه ناروغۍ اخته دی؟ د جینوم له نقشې یې تشخیص ممکن شو

ماشوم په کومه ناروغۍ اخته دی؟ د جینوم له نقشې یې تشخیص ممکن شو

د دماغو په یو زرو، پنځه سوه ورته ناروغیو کې ماشومان کومې ناروغۍ لري؟ د انسان د جینوم نقشې یې تشخیص ممکن کړ.

د امریکا په مشهورې طبي جرېده کې د یوې خپرې شوې لیکنې له مخې ویل کېږي چې په امریکا کې یې د پنځو اوونیو د هغه ماشوم د جینوم نقشه کتلې، چې ډېر یې ژړل او (تیامین میتابولیزم ډس فنکشن سندروم) تشخص یې وکړ او د ځانګړو درملو په استعمال سره په یو څو ساعتونو کې ماشوم په بشپړ ډول ښه شو.

د نیو انګلینډ طبي ژورنال د لیکنې له مخې ویل کېږي چې د امریکا د کیلیفورنیا ایالت د سان ډیاګو ښار یو روغتون یو داسې ماشوم راوړل شو چې ډېر زیات یې ژړل او یوه سترګې یې هم ښکته لوري ته وه او یو ورور یې په یوولس میاشتنۍ کې مړ شوی و.

د ماشوم د سر له ټوموګرافۍ څخه معلومه شوه چې هلته ډېر کثافت موجود دی او دا ډول ماشوم (encephalopathy) وي، خو ددې دماغي ناروغۍ پنځلس سوه ډولونه وي او په غلط ډول یې درملنه یې د مړینې لامل کېږي.

کله چې د ماشوم د جینوم نقشه تیاره شوه نو معلومه شوه چې د (تیامین میتابولیزم فنکشن) ناروغي لري، چې بیا تیامین او بایوټین ورکړل شول او دوه ساعته وروسته فینوباربي ټول ورکړل شول او له لږ ځنډ وروسته ماشوم په بشپړ ډول روغ شو.

ویل کېږي چې ددغه ماشوم د جینوم نقشه یې په څوارلس نیمو ساعتونو کې تیاره کړې او بیا یې یاده ناروغي موندلې ده.

دا هم ولولئ

آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

د کورونا وایروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه د …