کورپاڼه / جالب / په بریتانیې کې یوې ډلې ادعا کړې د دویم نړیوال جنګ د یو سرتیري د روح تصویر یې اخیستی

په بریتانیې کې یوې ډلې ادعا کړې د دویم نړیوال جنګ د یو سرتیري د روح تصویر یې اخیستی

په بریتانیې کې د روح نېونکو یوې ډلې په حیرانوونکې توګه ادعا کړې چې د دویم نړیوال جنګ پرمهال یې د یو جنګیدونکې سرتیري د روح تصویر یې اخیستی.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دا ډله (Matrix Paranormal UK) نومېږي او دوی د دویم نړیوال جنګ پرمهال د بریتانیې د فوځ د یو سرتیري د روح تصویر یې اخیستی.

ویل کېږي چې دوی دغه تصویر یې د بریتانیې په سوت یارک شایر سیمه کې په هغه ځای کې اخیستی، چېرته چې د دویم نړېوالې جګړې پرمهال د بریتانیې فوځ د الوتکو ضد وسلې نصب کړئ وې.

د راپور له مخې ویل کېږي چې ددې ډلې له لورې په خپور شوي تصویر کې یو ورک غوندې شی لیدل کېږي، چې په اړه یې ادعا کېږي چې دا د دویم نړیوال جنګ د یو سرتیري روح دی.

دا ډله ادعا کوي چې په دې ځای کې د ډېرو سرتیرو روحونه شته دی، خو بل لوري ته ځایي خلک دا مني او وایي چې دوی ډېر وخت دې ځای ته ځي او راځي خو تر اوسه یې داسې کومه پېښه نه ده لېدلې چې په سبب دې دا سیمه خطرناکه وګڼل شي.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …