کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د نوین الحق لوبډله له ماتې سره مخ شوه
نوین الحق

د نوین الحق لوبډله له ماتې سره مخ شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی نوین الحق چې د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې لوبېږي، پرون یې لومړۍ لوبه ترسره کړه، خو د هغه لوبډله له ناکامۍ سره مخ شوه.

د ویټالیټي بلاسټ دغه سیالي د لنکاشایر او لیسټر شایر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لنکاشایر د پچې تر ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

لنکاشایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې فین الین ۷۳ ناسوځېدلې، لیام لیوینګسټون ۲۵ او جاس بټلر ۲۲ منډې وکړې. د لیسټر شایر له خوا ګیوین ګریفیتس ۴ او کولین اکرمن ۲ ویکټې ترلاسه کړې، همدا راز نوین الحق هم په ۴ اورونو کې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۷۳ منډو هدف په تعقیب د لیسټر شایر لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې، چې د ۱۶ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا سکاټ سټیل ۵۴ ناسوځېدلې، جوش انګلیس ۳۴ او ریشي پټیل ۳۲ منډې وکړې. د لنکا شایر له خوا مټ پارکینسن ۲، ډیني لمب، ټام هارټلي او لیام لیوینګسټون ۱-۱ ویکټ واخیستې. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه فین الین ته ورکړل شوه.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی

ځاځي بیا کمال وکړ، مهمه لوبه کې یې پېښور بریالی او غوره لوبغاړی شو

چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي په پرونۍ لوبه کې یو ځل بیا خپل کمال ښکاره …