کورپاڼه / هنر او کلتور / د سشانت سنګ راجپوت پر ژوند د جوړېدونکې فلم پر خپرېدو د بندیز غوښتنه رد شوه

د سشانت سنګ راجپوت پر ژوند د جوړېدونکې فلم پر خپرېدو د بندیز غوښتنه رد شوه

د دهلي سترې محکمې د بالیووډ د مرحوم اداکار یا هنرمند سشانت سنګ راجپوت پر ژوند د جوړېدونکې فلم (نیایی دا جسټس) په خپرولو د مخنیوي غوښتنه رد کړه.

سشانت سنګ راجپوت چې د تېر کال د جون په څوارلسمه نیټه پخپل کور کې مړ موندل شوی و، ویل کېږي چې پر ژوند یې فلم جوړ شوی چې نن د جمعې په ورځ به خپور شي.

د هند تلویزون (این ډي) د راپور له مخې ویل کېږي چې د پنجشنبې په ورځ د دهلي سترې محکمې د سشانت سنګ د پلار کرشنا سنګ له لورې د فلم پر خپرولو د بندیز هغه غوښتنه رد شوه چې ویل یې چې دغه فلم د دوی د کورنۍ له خوښې پرته جوړ شوی.

په دې قضیه کې ویل شوي ول چې فلم جوړونکې له موقع څخه ګټه پورته کړئ او دا ډول ویب لړۍ، کتاب یا کوم بل څه خپرول ذ مرحوم په حق کې د زیان رسولو مانا لري.

کرشنا کشور د سشانت سنګ شهرت ته په زیان رسولو، ذهني فشار او ځورونکې په سبب پر فلم جوړونکې آریاببر د شل میلونه روپیو د جریمې ادعا هم کړې وه او آریاببر تېر کال د اګست په میاشت کې د سشانت سنګ پر ژوند د فلم جوړولو اعلان کړی و.

دا هم ولولئ

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په …