کورپاڼه / اسلام / د ښځې او خاوند په ژوند کې هغه عادي عمل چې شریعت منع ګرځولی

د ښځې او خاوند په ژوند کې هغه عادي عمل چې شریعت منع ګرځولی

د ښځې او خاوند په اړیکه کې ځینې داسې عملونه هم شته چې موږ یې عادي ګڼو خو شریعت منع ګرځولي. ځینې وخت موږ وایو چې دا د بې حیایۍ خبرې دي خو دا بې حیایي نه بلکې د شریعت علم دی. هو، که چېرته دغه ډول خبرې د خپلې خوښې سره سمې وکړو نو بې حیایي ده.

خیر، بېرته خپلې موږ ته راګرځو او لومړنۍ ګناه درپېژنو او هغه دا چې میرمنې له خاوند سره له کوروالي انکار وکړي یاهم خپل خاوند ته نه ورنږدې کېږي. په جامع صغیر کتاب کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

کله چې خاوند خپله میرمنه د کوروالي لپاره رابولي نو په هغې واجب ګرځي چې خبره یې پرته له شرعي عذر څخه ومني. که شرعي عذر ونه لري نو میرمنې دې سمدستي خبره ومني هغه که د اوښ په کجاوه هم ناسته وي.

په صحیح بخاري کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه فرمایي: کله چې خاوند خپل ښځه د کوروالي لپاره رابولي او هغه انکار وکړي او خاوند له ښځې د خپګان په حالت کې وېده شي نو ترهغې چې دی د خپګان په حالت کې وېده وي نو فرښتې یې په دې ښځه لعنتونه وایي.

نو هیله ده چې د شرم او بې حیایۍ په نوم له هغه عملونو څخه ځانونه وساتو چې شریعت منع ګرځولي او په کولو سره یې په ګناه مرتکب کېږو، رب دې موږ ټول په اسلامي شریعت برابر او مستحکم وګرځوي.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم …