کورپاڼه / روغتيا / د تورو او سپینو چڼو د استعمال حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د تورو او سپینو چڼو د استعمال حیرانوونکې روغتیایي ګټې

که د چڼو دالو په اړه خبره کېږي نو دغه خوراکي توکی په هر کور استعمالېږی او ځینې وختونه ترې چاټ جوړوي او په خوند یې خوري. خو باید ووایم چې د چڼو استعمال د انسان پر مجموعي روغتیا مثبتې اغېزې کوي او ډېرې ګټې لري.

چڼې په دوو رنګونو یعنې په تورو او سپینو سره موندل کېږي او د خوراکي توکو کارپوهان یې په اړه وایي چې سپینې چڼې د پروټینو یوه ښه سرچینه ده او ترڅنګ یې فایبر میګنیزیم، اوسپنه، زنک او نور ګټور غذایي توکي لري.

دوی وایي هغه کسان چې غواړي خپل وزن کم کړي نو د تورو چڼو پرځای دې سپینې چڼې وایشوي یا دې ترې چاټ جوړ کړي او په غذایي رژیم کې دې یې شامل کړي او ترڅنګ یې د ویښتانو، نوکانو، پوستکي او د عضلو د روغتیا لپاره غوره غذا ګڼل کېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان او روغتیاپالان وایي چې دواړه ډوله چڼې پر روغتیا منفي اغېزې نه لري خو ګټې یو شان او ډېرې وي. یعنې د چڼو په استعمال سره په هماغه اندازه غذایي توکي د بدن برخه ګرځي لکه په کپسولو کې چې وي.

همدغه راز د هضم لپاره هم ګټور وي، د قبض مخنیوی کوي او د کولمو ستونزې حلوي. بل لوري ته کلیسترول کموي، د شکر اندازه کموي، انرژي پوره کوي، د وینې کمښت پوره کوي، سره کرویات ډېروي، په خوب راوستلو کې مرسته کوي، د لوږې احساس کموي او هډوکو ته پیاوړتیا ور په برخه کوي.

دا هم ولولئ

آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

د کورونا وایروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه د …