کورپاڼه / بېلا بېل / سعودي عربستان ښځو ته د یوازې ژوند تېرولو حق ورکړ
سعودي عربستان ښځې

سعودي عربستان ښځو ته د یوازې ژوند تېرولو حق ورکړ

د سعودي عربستان حکومت په یوه بله تازه پرېکړه کې په دغه هېواد کې ښځو ته یوه بله ازادي هم ورکړه، چې له دې وروسته کولای شي چې یوازې ژوند تېر کړي.

د سعودي عربستان ولیعهد له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې ډېر اصلاحات راوستي دي، چې په دې لړ کې ښځو ته هم ډېره ازادي ورکړل شوې ده.

د سعودي رسنیو د راپورونو په وېنا، چې اوس د سعودي عربستان حکومت ښځو ته یو بل حق هم ورکړی دی او هغه دا دی چې ښځې کولای شي پرته له نارینه، یا یوازې ژوند وکړي.

هغه ښځې چې واده یې نه وي کړی، واده شوې وي او یا هم کونډې وي، کولای شي چې د کوم محرم نارینه پرته یوازې ژوند وکړي او هېڅ سرپرست ته ضرورت نه لري.

تر دې مخکې په سعودي عربستان کې ښځو د سرپرست نه پرته یوازې ژوند نه شو کولی، خو اوس که یوه ښځه وغواړي، چې له خپلې کورنۍ بیله او یوازې ژوند غوره کړي، نو دا به یې حق وي او هېڅوک به یې ترې نه شي منع کولی.

د یادولو وړ ده چې په سعودي عربستان کې اوس په هوټلونو کې ښځه او سړی پرته له دې چې نکاح خط ښکاره کړي، هم په یوه کوټه کې پاتې کېدا شي.

دا هم ولولئ

افریقایۍ ښځه

په یو ځل د ۱۰ اولادونو زېږونکې ښځې خاوند په هغې غټ تور پورې کړ

دوه اونۍ وړاندې د سویلي افریقا څخه یو خبر خپور شوی و، چې یوې ښځې …