کورپاڼه / جالب / ولې د الوتکې کارمندانو ته د واده کولو اجازه نه ورکول کیده؟

ولې د الوتکې کارمندانو ته د واده کولو اجازه نه ورکول کیده؟

که چېرته مو په الوتکه کې سفر کړی وي نو د الوتکې کارمندې به مو ضرور لېدلي وي، چې ډېرې ښکلې، ځوانې او نرۍ، نرۍ جوړې شوي، خو آیا پوهېدئ چې د الوتکې کارمندو ته د واده کولو اجازه نه وي؟

د الوتکې د کارمندانو عمر له شلو تر شپږویشتو کلونو پورې وي او د دوی ونه، رنګ، کړه وړه هر څه یې باید مانا لرونکې وي، یوازې دا نه بلکې له تېرو څو لسیزو راهیسې د الوتکو کارمندانو ته د واده اجازه هم نه ورکول کېږي، خو که چېرته یې دغه ډول اراده ولرله نو له دندې ایستل کېږي.

خو اوسمهال هر څه بدلون کړی یعنې د کارمندانو رنګ، شکل او ونه اوس هم په نظر کې نېول کېږي خو ترڅنګ په واده کولو هم بندیز نشته او دا اجازه لري چې واده وکړي، د څه وخت لپاره رخصت واخلي او ماشوم وزېږوي او ترهغې چې ماشوم د شپږو میاشتو نه وي نو ترهغې رخصت ورکول کېږي.

ددې علت دادی چې له واده وروسته په عموماً کې د انجونو وزن ډېرېږي، بدني جوړښت یې تغیر کوي او د ماشوم له پیدایښت وروسته د کور مسولیتونه او ستونزې ډېرېږي نو ځکه خو پخوا کارمندانو ته د واده کولو اجازه نه ورکول کیده.

راځئ چې لږ مو نور هم وپوهوو او هغه دا چې د الوتکې د کارمندانو معاش څومره وي؟ ویل کېږي چې د الوتکې د یوې کارمندې میاشتنی معاش پنځه ویشت زره پونډه وي، چې تقریباً له دوو نیمو لکو افغانیو سره برابرېږي.

دا هم ولولئ

ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

که چېرته په عموم کې خبرې کوو نو د ماشوم ژړا د والدینو لپاره ښه …