کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې هم له ګرمۍ سر ټکوئ؟ که ځواب مو هو وي نو په دې مشروباتو ستونزه حل کړئ

آیا تاسې هم له ګرمۍ سر ټکوئ؟ که ځواب مو هو وي نو په دې مشروباتو ستونزه حل کړئ

د اوړي په موسم کې د ځینو مشروباتو په استعمال سره د ګرمۍ شدت کمښت مومي او په سبب یې چې د خېټې اړوند کومې ناروغۍ او ستونزې رامنځته کېږي، له کمښت سره یې مخ کوي.

موږ ټول په دې پوهېږو چې د اوړي په موسم کې له بې هوښۍ څخه د ژغورنې لپاره باید د بدن اوبه پوره وساتل شي. ځکه چې د اوړي په راتګ سره تودوخه ډېرېږي او د انسان بدن ډېرو اوبو ته اړتیا پیدا کوي.

له هرڅه وړاندې باید د بدن د اوبو کچه ډېره کړو او په ورځني ډول باید لږ تر لږه اته پیالې اوبه وڅښو او ترڅنګ د بدن د مالګو او اوبو توازن وساتو او ددې لپاره اړینه چې غټان او واړه باید تر ډېره له ساده اوبو څخه ګټه واخلي او له خوږو، پروسیس شوو او ډبي لرونکو مشروباتو څخه ډډه وشي.

له دې پرته ډېر شمېر خلک د الوبالو له ګټو بې خبره وي خو باید وویل شي چې د الوبالو جوس سوړ خاصیت لري او د ګرمیو په موسم کې د بدن د سوړ ساتلو لپاره ډېر ګټور وي. د الوبالو په جوړښت کې موجود غذایي توکي د بدن تودوخه کموي.

بل لوري ته د اوړي په ګرمو ورځو کې د لېمو اوبه هم ډېرې ګټورې وي او استعمال یې د ګرمۍ په سبب د بې هوښۍ مخه نیسي، د ګلوکوزو کچه برابره ساتي نو اړینه ده چې په ورځ کې دوه پیالې د لېمو اوبه وڅښو.

دغه راز روغتیایي کارپوهان په دې موسم کې د کوپرې د اوبو لارښوونه کوي او وایي چې دوه یا درې ځلې دغه اوبه وڅښئ ترڅو هم د ګرمۍ له شدت څخه په امان اوسئ او هم مو بدن په ډېره اندازه غذایي توکي ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …