کورپاڼه / جالب / د سویټرزلینډ یو اوسیدونکې په لږ وخت کې څوارلس ځلې د ګولف لوبه کړې او ریکارډ یې جوړ کړی

د سویټرزلینډ یو اوسیدونکې په لږ وخت کې څوارلس ځلې د ګولف لوبه کړې او ریکارډ یې جوړ کړی

د سویس یا سویټرزلینډ یو اوسیدونکې په دولسو ساعتوتو کې د ګولف لوبې په دوه سوه، دوه پنځوس سوریو کې د بال په اچولو نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړی.

دغه شخص چې جورګ رینډیګر نومېږي د سویټرزلینډ د نیډربورین په سیمه کې د ویسزرچین په نوم کلب کې د تېر ریکارډ د ماتولو لپاره د ګولف لوبې بشپړ کورس په دولسو ساعتونو کې څوارلس ځلې لوبولی.

ویل کېږي چې رینډیګر دغه کارنامه په پیاده مزل سره ترسره کړې ځکه چې د ګنیز ادارې د اصولو له مخې د ګولف لپاره د ځانګړي موټر په استعمال بندیز پورې شوی.

د ګنیز اداره وایي چې رینډیګر نه یوازې دغه ریکارډ د مینې یا شوق په سبب نه دی جوړ کړی بلکې په سویټرزلینډ کې د ځانګړي المپیکي لوبو په اړه یې د پوهاوي لپاره هم هڅه کړې.

د ګنیز اداره وایي چې رینډیګر له دې وړاندې جوړ شوی ریکارډ د یو دیرشو سوریو په ډکو یا ور پکې د بال په اچولو سره مات کړی او پخپل نوم کړی یې دی.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …