کورپاڼه / خبرونه / هغه شخص چې د فرانسې ولسمشر یې په څپېړه وهلی و، څه ډول سزا ورکړل شوه؟

هغه شخص چې د فرانسې ولسمشر یې په څپېړه وهلی و، څه ډول سزا ورکړل شوه؟

هغه شخص چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون یې په څپېړه وهلی و، د محکمې له لورې په څلور میاشتو بند محکوم شو.

یاد شخص په محکمه کې ویلي چې د ولسمشر ماکرون له ولسمشرۍ ستړی او ناهیلی شوی دی او کله چې هغه د خلکو مخ ته راڅرګند شو نو دې کار خوند ور نه کړ او په څپېړه یې وواهه.

د یادولو وړ ده چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې د جنجالي بیانونو په ورکولو سره شهرت لري، څو ورځې وړاندې ددې هیواد په ویلانس ښار کې د یو شخص له لورې د خلکو ترمخ په څپېړه وهل شوی و.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې پولیسو او امنیتي ادارو سمدستي دوه نفر نېولي، چې په دې کې یو کس هغه و چې ولسمشر یې په څپېړه وهلی و او دویم شخص بیا هغه و چې د پېښې ویډیو یې کوله.

پولیسو له پېښې وروسته د دواړو کورونه تلاشي کړي و، چې د ویډیو کوونکې له کوره وسله او د المان د پخواني حکمران اډولف هټلر د ژوند په اړه لیکل شوی کتاب موندل شوی.

دا هم ولولئ

جاوېد اپریدی او حضرت الله ځاځی

جاوېد اپریدي له حضرت الله ځاځي نه مننه وکړه

د افغانستان چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی چې پرون یې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره …