کورپاڼه / روغتيا / ولې د ګوروګورو او جوسو استعمال د ګرمۍ په موسم کې اړین وي؟

ولې د ګوروګورو او جوسو استعمال د ګرمۍ په موسم کې اړین وي؟

د ګرمۍ څپې ورځ تر بلې خپل شدت ډېروي، خو ترڅنګ یې ځینې خوندورې مېوې هم له ځان سره راوړي. یعنې د اوړي موسم یو داسې موسم دی چې په دې کې بې شمېره مېوې پخېږي، چې په دې لړ کې ګورګورې هم د یادولو وړ دي.

ویل کېږي چې ګورګورې د خپل خوږ او تروش خوند په درلودلو سره د ګرمۍ شدت کموي او که چېرته یې تازه جوس وڅښل شي نو د ګرمۍ په سبب د بې هوښۍ او د بدن د اوبو د کمښت ستونزې حل مومي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په سل ګرامو ګورګورو کې ۷۲ کالوري، ۸۱ ملي ګرامه مویسچر، ۱۵ ملي ګرامه کاربوهایډریټ، ۱۲۹ ملي ګرامه کلسیم، ۳ ملي ګرامه اوسپنه او ترڅنګ یې د پروټین، فیټ او منرالونو کچه یو ملي ګرامه وي.

دغه راز د پوتاشیم او سودیم کچه یې هم ډېره وي، چې د ګرمۍ په موسم کې بدن تازه او ځواکمن ساتي او د ګورګورو د جوسو په استعمال سره پر معده او کولمو مثبت اغېزې پرېوځۍ او بدهضمۍ ستونزې حل مومي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ګورګورو په جوړښت کې انټي اکساید او د انټي مایکروبییل وي چې په همدې سبب د معدې لپاره اغېزمنه غذا ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …