کورپاڼه / خپلواک / دريمه لوبه: افغانستان د لومړۍ بريا او ويسټ انډيز د وايټ واش په هڅه کې
افغانستان او ويسټ انډيز

دريمه لوبه: افغانستان د لومړۍ بريا او ويسټ انډيز د وايټ واش په هڅه کې

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو سياليو وروستۍ يا دريمه لوبه نن د افغانستان په وخت ماسپښين ۱ بجه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې پيلېږي، چې افغانستان به په لوبلړۍ کې د وروستۍ لوبې د بريا هڅه کوي او ويسټ انډيز به د وايټ واش هڅه کوي چې افغانستان ته په لوبلړۍ کې وايټ واش ماته ورکړي.

ويسټ انډيز په لومړۍ او دويمه يو ورځنۍ لوبه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې دواړه لوبې يې وګټلې او لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړه. په تېره لوبه کې افغانستان ۲۰۰ منډې وکړې خو ويسټ انډيز ۲۴۷ منډې کړې وې چې په ۴۷ منډو ويسټ انډيزۍ لوبډله بريالۍ شوه.

نيکولاس پوران چې په تېره سيالۍ کې يې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه، په يو ورځنيو لوبو کې د ويسټ انډيز لپاره لوبه بدلوونکی لوبغاړی دی، هغه په تېره لوبه کې په ۵۰ توپونو ۶۷ منډې ترلاسه کړې وې او د خپلې لوبډلې منډې يې ۲۴۷ ته رسولې وې. همدا راز ايون لیوس هم ښه توپوهنه نندارې ته وړاندې کړې وه چې په ۷۵ توپونو يې ۵۴ منډې ترلاسه کړې وې.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان بيا په لوبو کې ښه نه دی ځلېدلی، ۲۱ کلن راشد خان ونه شو کولای چې په يو ورځنيو لوبو کې ښه اغېز پرېږدي. په اوسني حالت کې افغان لوبډله له مجيب الرحمان او نوين الحق نه ډېرې هيلې لري، نوين الحق په ترې لوبه کې ۳ لوبغاړي سوځولي و. همدا راز مجيب الرحمان هم په لومړۍ لوبه کې د ۳۳ منډو په بدل کې ۲ لوبغاړي سوځولي و، چې اوس له دواړو ډېره هيله کېدای شي.

د لوبډلو ترکيبونه:

افغانستان

افغانستان په لومړۍ او دويمه يو ورځنۍ لوبه کې ونه شول کولای چې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي، نو احتمال شته چې په خپله يوولس کسيزه لوبډله کې بدلون راولي. د افغانستان لپاره دا د اندېښنې خبره ده چې پرلپسې داسې لوبغاړي نه لري چې ښه پرفارمنس وکړي. له رحمت شاه، اصغر افغان او اکرام علي خېل څخه ډېره هيله کېږي چې د افغانستان د توپوهنې برخه به منظمه وساتي، همدا راز مجيب الرحمان او نوين الحق به بيا د توپ اچونې برخه کې اټېکنګ لوبه وکړي.

احتمالي لوبډله: حضرت الله ځاځی، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، اصغر افغان، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان (لوبډلمشر)، شرف الدين اشرف/کريم جنت، مجيب الرحمان، نوين الحق/يمين احمدزی.

ويسټ انډيز

ويسټ انډيزۍ لوبډلې په دواړو لوبو کې د توپوهنې او توپ اچونې په برخه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه. ښايي کيرون پولارډ د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې نوو ځوانانو ته هم برخه ورکړي، ځکه دوی په لوبلړۍ کې بريا خپله کړې ده. ويسټ انډيز د توپوهنې برخه ډېره قوي ده او دوی د شای هوپ، روسټون چيس، ايون ليوس او نيکولاس پوران په څېر توپوهونکي لري.

احتمالي لوبډله: شای هوپ (ويکټ ساتونکی)، ايون لیوس، شيمرون هيټمایر، روسټون چيس، نيکولاس پوران، کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، جېسن هولډر، شيلډون کوټريل، روماریو شيپيرډ، هايډن واش، الزاري جوسيپ/کيمو پاول.

تمرکز به په چا وي؟

نيکولاس پوران (ويسټ انډيز)

نيکولاس پوران چې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې يې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، ښايي په وروستۍ لوبه کې هم د ويسټ انډيز لپاره د لوبې بدلوونکی لوبغاړی ثابت شي. هغه په دويمه لوبه کې ۶۷ منډې وکړې او ښايي په فاينل يا وروستۍ لوبه کې هم وځلېږي. هغه همدا راز په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړې وه.

مجيب الرحمان (افغانستان)

مجيب الرحمان په دواړو يو ورځنيو لوبو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه. هغه په دوه لوبو کې څلور لوبغاړي وسوځول. ۱۸ کلن مجيب الرحمان کولای شي چې ښه توپ اچونه ترسره او لوبه د افغانستان په ګټه تمامه کړي. نوموړي په وروستيو لوبو کې تر راشد خان ښه توپ اچونه ترسره کړې ده.

سر په سر لوبې:

افغانستان او ويسټ انډيز ۸ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي، چې افغانستان په ۳ لوبو کې او ويسټ انډيز په ۴ لوبو کې بريا خپله کړې ده، همدا راز ۱ لوبه بيا پرته له کومې نتيجې پای ته رسېدلې ده.

خپروونکي:

د افغانستان او ويسټ انډيز دريمه يو ورځنۍ لوبه په ملي ټلويزيون، ملي سپورټ، سټار سپورټس ۱، سټار سپورټس ۱ اېچ ډي، هوټ سټار او ويلو باندې کتلی شئ.

د لوبې وخت:

د افغانستان او ويسټ انډيز دريمه يو ورځنۍ لوبه چې د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي، د هند په وخت ۲ بجې او د افغانستان په وخت ماسپښين ۱ بجه پيلېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …