کورپاڼه / روغتيا / نوې څېړنه: آیا د ورېژو استعمال وزن ډېروي او که څنګه؟

نوې څېړنه: آیا د ورېژو استعمال وزن ډېروي او که څنګه؟

ټول غذایي توکي پخپل جوړښت کې د ځانګړو ګټو لرونکې وي، نو که چېرته مناسب غذایي توکي، په مناسبه اندازه، په مناسب وخت کې وخوړل شي نو د بدني سیستم لپاره ډېر ګټور تمامېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته هر شی په یو مناسب وخت سره وخوړل شي نو نه یوازې دا چې په آسانۍ سره هضمېږي بلکې بدن ته هم ګټه رسوي.

په دې لړ کې ورېژې یو له هغه غذایي توکو له جملې څخه دي، چې ډېر شمېر خلک پرته له دې خپله غذا نیمګړې ګڼي او په ټوله نړۍ په آسانۍ سره موندل کېږي. دغه راز د خوراک په اړه یې د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د خوراک ښه وخت یې د غرمې وخت دی.

خو ځینې کسان په دې باور دي چې د ورېژو خوړل وزن ډېروي او انسان له چاغښت سره مخ کوي، خو تر اوسه په دې اړه کوم ثبوت نشته، بلکې ویل کېږي چې د هر شي د استعمال یو ځانګړی وخت وي، نو که په هماغه وخت استعمال نه شي نو زیانمن تمامېږي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ورېژو خوړل د هضم سیستم ښه کوي، ځکه چې په جوړښت کې یې ډایټري فایبر وي، چې د وزن په کمولو کې هیڅکله مهم رول نه لوبوي یعنې وزن نه ډېروي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …