کورپاڼه / خبرونه / د فرانسې ولسمشر ته د څپېړې په ورکولو میا خلیفه غبرګون وښود

د فرانسې ولسمشر ته د څپېړې په ورکولو میا خلیفه غبرګون وښود

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې څه موده وړاندې یې ځینې جنجالي بیانونه ورکړي ول او له سپکاوي ډکو کارتونونو څخه په ملاتړ یې د نړۍ د مسلمانانو احساساتو ته زیان رسولی، مو ورځې وړاندې د یو شخص له لورې په څپېړه ووهل شو.

که څه هم یاد شخص خپل جرم منلی او ویلي یې دي چې د ماکرون له ولسمشرۍ ناخوښ دی، چې بیا محکمې ورته د څلورو میاشتو بند سزا هم واوروله، خو بل لوري ته د نړۍ مسلمانان ددغه کس په دې کړنه خوشحاله دی او ملاتړ یې کوي.

په دې لړ کې د غیر اخلاقو فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه هم خپله خوښي پټه نه شوه کړی او ایمانویل ماکرون ته د څپېړې ورکولو ویډیو ته یې په کړس، کړس خندلي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې میا خلیفه د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون هغه ویډیو ته په کړس، کړس خندلي یو شخص ورته په مخ کلکه څپېړه ورکوي.

میا خلیفه ایمانویل ماکرون ته د څپېړې ورکول د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش د بوټ ویشتنې نوی ویرژن ګڼي او وایي چې د څپېړې ګړنګ یې ټولې نړۍ واورېده.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

مجیب الرحمان سبا له خپلې لوبډلې سره یو ځای کېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان کرنټین سبا پای ته رسېږي، …