کورپاڼه / جالب / لس میلونه کاله وړاندې یو داسې جهیل هم شتون درلود چې له سمندر څخه لوی و

لس میلونه کاله وړاندې یو داسې جهیل هم شتون درلود چې له سمندر څخه لوی و

ساینسپوهانو د یوې نوې حیرانوونکې څېړنې له مخې موندلې چې لس میلونه کاله وړاندې په نړۍ یو دومره لوی جهیل یا ډنډ شتون درلود چې پراخوالی یې د سمندر په اندازه و.

څېړونکو دې جهیل ته د پراټیس سي میګا نوم ورکړی، چې په غالب ګومان سره ویل کېږي چې دا د نړۍ ترټولو لوی جهیل یا ډنډ دی.

په نوې څېړنې کې چې د برازیل، روسیې، رومانیې، هالینډ او د المان ځمکپوهانو ور پکې برخه اخیستې وه، په پراټیس جهیل کې یې د رامنځته شوي جغرافیوي شهادتونه راټول کړي، ترڅو د وخت په تېرېدو سره د جهیل په پراخوالي کې د کمښت یا ډېرښت په اړه معلومات وکړي.

دوی د ټولو شواهدو په رڼا کې معلومه کړه چې له نن څخه لس میلونه کاله وړاندې ددې جهیل پراخوالی تر ۲.۸ میلونو مربع کیلو میترو پورې رسیده او د ایټالیا له ایلپس له غرونو څخه یې پراخوالی تر قزاقستان پورې رسیده.

ویل کېږي که چېرته د ځمکې پر مخ ټول جهیلونه یوځای شي بیابه یې هم اوبه لس برابره کمې وي. په دې اړه دا هم ویل کېږي چې دا په یو وخت کې سمندر و خو د وخت په تېرېدو سره د چاپیریالي بدلونونو په سبب وچ شو، ځکه چې له دې ځای څخه د ډېرو سمندري حیواناتو فوسلونه موندل شوي.

دا هم ولولئ

ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

که چېرته په عموم کې خبرې کوو نو د ماشوم ژړا د والدینو لپاره ښه …