کورپاڼه / کرکټ / مشهور شاعر پیر محمد کاروان راشد خان ته شعر لیکلی، راشد خان هم ترې مننه کړې
راشد خان او پیر محمد کاروان

مشهور شاعر پیر محمد کاروان راشد خان ته شعر لیکلی، راشد خان هم ترې مننه کړې

د پښتو ژبې مشهور او نومیالي شاعر پیر محمد کاروان د نړۍ په کچه ځلېدلي افغان کرکټر راشد خان ته یو شعر لیکلی دی، چې راشد خان هم دغه شعر په خپله فېسبوکپاڼه کې شئیر کړی او له پير محمد کاروان څخه یې مننه کړې ده.

پیر محمد کاروان چې دا شعر په خپل اکاونټ کې پوسټ کړی دی، وايي کله چې راشد خان یو ټویټ کړی و، نو له هغه وروسته یې دا شعر ذهن ته راغی او هغه ولیکه.

راشد خان څو ورځې وړاندې په خپل یو ټویټ کې د نړۍ له مشرانو څخه غوښتنه کړې وه، چې په جنګ کې رالوی شوی دی او په جنګ کې د اوسېدونکو ماشومانو درد ښه احساس کولی شي، نو په نړۍ کې دې سوله راولي.

پیر محمد کاروان راشد خان ته دا هم لیکلي دي، چې ((راشد خان دې له درستې لوبډلې سره داسې وځلېږي چې نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې شي او دا ووايي چې افغانان په هر څه کې اول کېدای شي، حتی په امن او سوله کې.))

همدا راز راشد خان هم له پیر محمد کاروان څخه مننه کړې ده، هغه لیکلي دي: ((ډېره ډېره مننه او درناوی، پیر محمد کاروان صیب. الله دې په افغانستان کې سوله او امن راولي.))

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او …