کورپاڼه / خبرونه / د بنګله دېش مخکښ کرکټر شکېب الحسن د لوبې پر مهال سخت غصه او شخړه یې وکړه
شکېب الحسن

د بنګله دېش مخکښ کرکټر شکېب الحسن د لوبې پر مهال سخت غصه او شخړه یې وکړه

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر لوبغاړی شکېب الحسن د بنګله دېش په ډهاکه لیګ کې د یوې لوبې پر مهال ډېر سخت غصه شو، چې دوه ځل یې له لوبڅارانو سره شخړه وکړه او ویکټې یې هم وغورځولې.

په بنګله دېش کې کورنۍ سیالۍ د ډهاکه لیګ په نوم روانې دي، چې په دغه لیګ کې شکېب الحسن احساساتي شوی او له لوبڅارانو سره یې شخړه کړې ده.


د شکېب الحسن په دغه کړنه د هغه مینه وال ډېر خپه او غصه شوي دي او په ټولنیزو رسنیو کې د بنګله دېش کرکټ مینه والو پر نوموړي سختې نیوکې کړې دي.

وروسته شکېب الحسن په خپل دغه چلند له مینه والو څخه بخښنه غوښتې ده، هغه ویلي دي، چې د نوموړي د چلند له وجې لوبه خرابه شوه، نو بخښنه غواړي. نوموړي دا هم ویلي دي، چې هغه به هڅه وکړي، چې بیا کله په لوبه کې داسې چلند ونه کړي.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د بنګله دېش یو بل مشهور کرکټر مشفیق الرحیم هم د کورنیو لوبو پر مهال له یو لوبغاړي سره بد چلند کړی و، چې وروسته یې بیا بخښنه غوښتې وه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …