کورپاڼه / روغتيا / د اوړي په موسم کې د پیازو خوړل څنګه وي؟

د اوړي په موسم کې د پیازو خوړل څنګه وي؟

پیاز یو له هغه سبزیجاتو له جملې څخه دی، چې د انسان بدن له ګرمۍ څخه خوندي ساتي او په دواړو صورتونو یعنې خام او پوخ سره د استفادې وړ وي.

پیاز د ګرمۍ د شدت د کمولو لپاره ډېر مشهور دي، ځکه چې دغه سبزي د سوړ خاصیت لرونکي وي او ترڅنګ یې په ډېره اندازه ویټامین سي هم لري.

له دې پرته د پیازو اوبه هم ګټورې وي او د ویښتانو په روغتیا کې مهم رول لوبوي. له کوم ځای څخه چې ویښتان توی شوي وي یا ګنجی وي، په هماغه ځای د پیازو اوبه ووهئ، نو ویښتان به مو بېرته وده پیل کړي.

د شکر ناروغان هم کولی شي چې له پیازو څخه ګټه پورته کړي، لکه څنګه چې پیاز پخپل جوړښت ډېر ګلیسیمک انډیکس لري نو ځکه خو د شکر لپاره ګټور وي. همدغه راز په لږه اندازه کاربس او په ډېره اندازه فایبر یې هم د شکر ناروغانو لپاره غوره سبزي ګڼل کېږي.

بل لوري ته د پیاز په مرسته زموږ د هضم سیستم ښه والی مومي، د وینې د کلیسترولو کچه برابره ساتي او په دې سره مو د زړه روغتیا ښه والی مومي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …