کورپاڼه / هنر او کلتور / یو شخص ددې لپاره له حیدر آباد څخه تر ممبۍ پورې پښې یبلی تللی ترڅو له سونو سود سره وویني

یو شخص ددې لپاره له حیدر آباد څخه تر ممبۍ پورې پښې یبلی تللی ترڅو له سونو سود سره وویني

د هندي فلمونو د اداکاره یا هنرمند او ټولنیز شخصت د لیدلو لپاره د هغه یو مینوال د یاد هیواد له حیدر آباد څخه په یبلو پښو ممبۍ ته تللی.

ویل کېږي کله چې دغه ځوان ممبۍ ته ورسید نو له هغې وروسته یې له سونو سود سره لیدنه وکړه، چې بیا یې ورسره عکسونه هم وویستل او سونو سود له خپلو مینوالو سره په انستاګرام شریک کړل.

دغه شخص چې وینکټیش نومېږي له سونو سود سره یې د تصویر اخیستلو پر وخت په لاس کې یو عکس لیدل کېږي چې د سونو سود له عکس سره یې لیکلي. (رښتیني اتل سونو سود)

سونو سود وایي چې هڅه وکړه ترڅو ددې ځوان لپاره د ترانسپورت غم وکړي خو ځوان ورسره نه وه منلې او په یبلو پښو یې د تګ اراده وکړ.

نوموړي مخکې لیکي چې زه هیڅوک دې ته نه هڅوم چې ددې ځوان په څېر په دا ډول حالاتو کې راشي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …