کورپاڼه / تجارتي ليګونه / لنکا پریمئیر لیګ به د پلان سره سم ترسره شي
رحمان الله ګربز

لنکا پریمئیر لیګ به د پلان سره سم ترسره شي

د سریلانکا تجارتي لیګ (لنکا پریمئیر لیګ) دویم پړاو به د خپل ټاکلي پلان سره سم د جولای له ۳۰مې بیا د اګست تر ۲۲مې نېټې پورې ترسره شي.

د سریلانکا کرکټ بورډ د دغه لیګ د لغوه کېدو یا ځنډېدو خبرونه رد کړي دي او ویلي یې دي، چې دوی د ټاکل شوي پلان سره سم په ۲۰۲۱ کال کې هم لنکا پریمئیر لیګ ترسره کوي.

په سریلانکا کې د کورونا ویروس پېښې زیاتې شوې دي، په ځانګړې توګه د مۍ میاشت راهیسې خو بیا د تګ راتګ بندېزونه هم لګېدلي دي.

د پاکستان سوپر لیګ او هند تجارتي لیګ نه وروسته داسې اوازې وې، چې ښايي لنکا پریمئیر لیګ هم ترسره نه شي، خو د سریلانکا کرکټ بورډ وايي، چې داسې نه ده او دوی د خپل پلان سره سم مخکې ځي.

د یادولو وړ ده چې تېر کال د سریلانکا کرکټ بورډ د لنکا پریمئیر لیګ سیالیو لومړی پړاو ترسره کړ، چې د نورو لوبغاړو تر څنګ پکې افغان لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …