کورپاڼه / تجارتي ليګونه / عاطف رانا: د راشد خان چې هر څومره ستاینه وشي، کمه ده
راشد خان او عاطف رانا

عاطف رانا: د راشد خان چې هر څومره ستاینه وشي، کمه ده

په پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې اجراییه رییس عاطف رانا وايي، چې د خپلې لوبډلې په بریا خوشحاله دی، راشد خان د لوبې ګټونکی لوبغاړی دی او د هغه چې هر څومره هم ستاینه وشي، کمه ده.

عاطف رانا د لاهور قلندرز د دوه پرلپسې بریاوو وروسته په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې د لوبو په بریا کې ټولو لوبغاړو برخه اخیستې ده او زه ټولو ته مبارکي وایم.

نوموړي همدا راز د بین ډنک ستاینه هم کړې ده او ویلي یې دي، که څه هم د هغه شونډه خوږ شوې وه، خو بیا هم ولوبېده او د لاهور قلندرز لپاره یې ښه لوبه ترسره کړه.

عاطف رانا دا هیله هم څرګنده کړه، چې د لاهور قلندرز لوبډله به په راتلونکو لوبو کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي او په لیګ کې به تر نورو مخکښه وي.

د یادولو وړ ده چې لاهور قلندرز په تېرو دوه لوبو کې اسلام اباد یونایټیډ او بیا پېښور زلمي لوبډلو ته ماتې ورکړې، چې په دواړو لوبو کې راشد خان د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …