کورپاڼه / جالب / امریکایي سیاستپوه: که چېرته د ځمکې یا سپوږمۍ مدار لږ بدل کړای شي، نو ځمکه به خوندي وي

امریکایي سیاستپوه: که چېرته د ځمکې یا سپوږمۍ مدار لږ بدل کړای شي، نو ځمکه به خوندي وي

که چېرته تاسې د امریکا په خبرو لږ غور و فکر وکړئ نو هلته ددې هیواد پخوانی وکیل او د ریپبلیکن د ګوند اوسنی غړی لویي ګومرټ د هغه د خندوونکو خبرو په سبب ترټولو احمق سیاستپوه ګڼل شوی.

اوسمهال نوموړي د امریکا د ځنګلونو وزارت ته ویلي چې د لمر وړانګې ددې سبب ګرځیدلي ترڅو د ځمکې آب او هوا ته بدلون ورکړي، نو که چېرته د ځمکې یا سپوږمۍ مدار ته لږ بدلون هم ورکړل شي نو ځمکه به خوندي پاتې شي.

نوموړي په یو بیان کې ویلي:((زه پوهېږم او دا یوه منل شوې خبره هم ده د ځنګلونو وزارت د اقلیم د بدن لپاره ډېر کار کړی. د ناسا پخواني مشر راته ویلي چې د سپوږمۍ او ځمکې مدار له لمر څخه یو څخه بدلون کړی دی.))

لویي زیاتوي چې:((په همدې حساب د لمر وړانګې ډېرې شوي، نو که چېرته د ځمکې او ځنګلونو وزارت د ځمکې یا سپوږمۍ مدار ته لږ غوندې بدلون ورکړي، نو پر ځمکه به یې مثبتې اغېزې پرېوځي.))

ویل کېږي چې لویي ګومړټ د سې شنبې په ورځ کانګریس ته په خبرو کې خپل نظریات کړي او کله چې یې خبرې پای ته ورسولې نو په مجلس کې چوپتیا خپره شوه خو بل لوري ته د لویي خبرې مسخره او ټوکې ګڼل شوي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې نوموړي ویلي ول چې موږ باید ژر تر ژر ځمکه پرېږدو او دا یې هم ویلي ول چې د ځینو هیوادونو ښځې امریکا ته راځي او بچي زېږوي ترڅو د امریکا پر ځمکه ترهګر رامنځته کړي.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …