کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شعېب ملک: راشد خان زموږ د لوبډلې ملا ماته کړه
شعېب ملک او راشد خان

شعېب ملک: راشد خان زموږ د لوبډلې ملا ماته کړه

د لاهور قلندرز له لاسه د پېښور زلمي لوبډلې د ماتې په اړه شعېب ملک وویل، چې د لاهور قلندرز لوبډلې د توپ اچونکي راشد خان توپ اچونې زموږ د لوبډلې ملا ماته کړه، هغه زموږ ټول مهم لوبغاړي وسوځول.

له لوبې وروسته په خپلو خبرو کې شعېب ملک وویل، چې موږ په وروستیو اورونو کې ډېرې منډې وکړې، زموږ هیله نه وه چې لاهور قلندرز به منډې تر ۱۷۰ پورې ورسوي.

هغه زیاته کړه، خو د ۱۷۰ منډو وروسته هم اصل خبره د راشد خان د توپ اچونې وه، موږ د ضرورت سره سمه توپوهنه ترسره کړه، خو راشد خان زموږ د لوبډلې ملا ماته کړه.

شعېب ملک همدا راز دا هم وویل، چې د تجربه کاره لوبغاړي په توګه وهاب ریاض ته مشورې ورکوم، هغه ته هر څوک مشورې ورکولی شي، خو پرېکړه کول د هغه کار دی او زموږ هدف دا دی چې ښه لوبه ترسره کړو.

نوموړي دا هم وویل، چې پېښور زلمي به په راتلونکو لوبو کې د ښې لوبې ترسره کولو کوشش وکړي، د لوبډلو ترمنځ ډېر توپیر نشته، هره لوبډله مخکې تللی شي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان په وروستیو دواړو لوبو کې لاهور قلندرز ته بریا ورپه برخه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې یې ترلاسه کړې، چې له هغه وروسته هر خوا د راشد خان ستاینې روانې دي.

دا هم ولولئ

پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټیډ

پېښور زلمي پچه ګټلې ده، حضرت الله ځاځی نن څلورمه لوبه ترسره کوي

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ایلیمینېټر ۲ لوبه د پېښور زلمي او اسلام …