کورپاڼه / خبرونه / ((د سلېکشن ډیپارټمنټ یو غړي محمد شهزاد له مېلمستون په ډېر توهینونکي انداز وویست))
محمد شهزاد

((د سلېکشن ډیپارټمنټ یو غړي محمد شهزاد له مېلمستون په ډېر توهینونکي انداز وویست))

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد نه یوازې دا چې په تمریناتي کمپ کې نه دی اخیستل شوی، بلکې ویل کېږي چې د کرکټ بورډ د مېلمستون څخه هم ډېر په توهینونکي ډول ویستل شوی دی.

دا خبرې د ختیځ زون د کرکټ پخوانی مسوول او د کرکټ بورډ د رسنیو پخواني غړي بختیار ساحل په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي دي. نوموړی په خپل يو پوسټ کې لیکي:

((نن مې له یوه ملګري سره د کریکټ په تړاو مجلس کاوه، راته ویې ویل: شهزاد محمدي یې د ملي لوبډلې له تمریناتي کمپ د فېټنس له وجې وویست او بیا د سلېکشن ډیپارټمنټ یو غړی راغی د بورډ له مېلمستون یې هم په ډېر توهینونکي انداز وویست.))

هغه په خپل پوسټ کې همدا راز مخکې لیکي: ((کلونه کلونه د هېواد لپاره ولوبېږه، او په هر میدان کې لکه د زمري وځلېږه، اخر دې هم برخلیک داسې شي چې څوک دې د کرکټ ادارې په دروازه هم نه پرېږدي. د شهزاد کرېکټر او فېټنس یوې خوا؛ خو د شهزاد پرفارمېنس د ملي لوبډلې یو توپوهونکی هم نه لري.))

بختیار ساحل مخکې وايي: ((دغه چاره تر شهزاد مخکې له ډېرو نورو هغو مشرانو لوبغاړو سره هم شوې چې یو وخت به پرې لوبغالي ښکلي وو. چې کارکونکو ته د داسې توهین امر فرهان یوسفزی ورکوي که هر څوک چې څه غواړي کوي یې!؟))

دا هم ولولئ

حسن علي

اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه

د پاکستان سوپر لیګ په دویمه ایلیمینیټر لوبه کې د کمزوري پیل وروسته د اسلام …