کورپاڼه / اسلام / حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم ښځې سره په یوازیتوب کې لیدنه وکړي، خو باید وویل شي چې د یوې غیر محرمې ښځې په لاس ستړي مشي کول ډېر سخته ګناه ده.

د جامع ترمذي روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې کوم شخص د کومې غیر محرمې ښځې سره په یوازیتوب کې لیدنه کوي نو دوی دوه نه وي بلکې درې وي او دریم یې شیطان وي.

یو بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: په تاسو کې هغه شخص چې غیر محرم لمس کړي هغه ته دا غوره ده چې میخ راواخلي او پخپل سر یې ټک وهي(جامع صغیر)

خو موږ دا هر څه عادي ګڼو حتی تر دې چې لاسونه سره ورکوو خو دې ته نه ګورو چې شریعت راته څه وایي، ولې شریعت ته د شریعت په سترګه نه ګورو، ولې د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لاره نه ځو.

یوه واقعه ده وایي چې یوه ښځه ددې لپاره مدینې ته راغله ترڅو له رسول الله سره بیعت وکړی، نو هغې خپل لاس رسول الله ته اوږد کړ خو رسول الله سمدستي خپل لاس شاته کړ او ویې فرمایل: محمد (ص) د کومې د لاس لمس کولو خو لېرې خبره ده، لوڅو پښو ته کتل یې هم نه خوښوي. بیا یې مخ واړوو او الله تعالی څخه دعا وغوښته چې یا الله موږ ته په دین او شریعت د پوهېدو او پرې د عمل توفیق راکړې.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …