کورپاڼه / روغتيا / د ګرمۍ په موسم کې څه ډول خواړه باید استعمال شي؟

د ګرمۍ په موسم کې څه ډول خواړه باید استعمال شي؟

د ګرمۍ په موسم کې باید هغه تازه او صافو خوړو ته ترجیح ورکړل شي چې په کور کې تیارېږي او له هغه توکو باید ډډه وشي چې سره شوي وي یا بازاري وي. د خوراکي توکو کارپوهان هم لارښوونه کوي چې د ګرمۍ په ورځو کې تازه او ساده خواړه وکاروئ.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په ګرمۍ کې د مېوو او سبزیجاتو استعمال ډېر کړئ د بېلګې په توګه مڼه، زردالو، هندواڼه، بادرنګ او نور. همدغه راز له تروشو خوړو څخه ځان وساتئ ځکه چې تروشه خواړه د معدې تېزابیت ډېروي.

دوی وایي چې په دې موسم کې هغه خوړو ته ډېره ترجیح ورکړئ چې سوړ خاصیت لري. مستې یې ښه بېلګه ده چې هم سوړ خاصیت لري او هم د معدې ګټورې بکتریاوې ډېروي، ګرمښت یې کوي او د ګرمۍ په سبب د دانو مخنیوی کوي.

سړې شېدې هم د معدې تودوخه او تېزابیت کموي او د شپې یې استعمال د ښه خوب سبب کېږي. د معدې د ګرمېدو سببونه عبارت دي له نا آرامۍ، لوږه نه حس کول، په تشه ګیډه کانګې کول، سر ګرځیدل او نور.

که له داسې حالاتو سره مخ شوئ نو له نعناع څخه د سلاد په توګه ګټه کړئ یا یې په مشروباتو کې شامل کړئ او یاهم چکني ترې جوړه کړئ او ترڅنګ یې په یوه پیاله اوبو کې له دوو تر دریو کاچوغو د مڼې سرکه واچوئ، یو کاچوغه شات پکې ګډ کړئ او و یې څښئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …