کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کولین مونرو د کوټې ګلیډیټرز نه دوړې وویستې، اسلام اباد ستره بریا خپله کړه
کولین مونرو او عثمان خواجه

کولین مونرو د کوټې ګلیډیټرز نه دوړې وویستې، اسلام اباد ستره بریا خپله کړه

کولین مونرو په پرونۍ لوبه کې د اسلام اباد یونایټیډ لپاره طوفاني لوبه ترسره کړه چې د کوټې ګلیډیټرز له خوا ټاکل شوی هدف یې په ۱۰ اورونو کې پوره کړ او د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر یې خپله لوبډله بریالۍ کړه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ۱۸مه لوبه پرون د کوټې ګلیډیټرز او اسلام اباد یونایټیډ ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په پیل کې اسلام اباد پچه وګټله او لومړی یې کوټې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کوټې ګلیډیټرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې جيک ویدرالډ ۴۳ او اعظم خان ۲۶ منډې وکړې. د اسلام اباد له خوا حسن علي، محمد وسیم او محمد موسی ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۳۴ منډو هدف د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې پرته د کوم لوبغاړي سوځېدو په ۱۰ اورونو کې پوره کړ او د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر یې بریا خپله کړه. کولین مونرو طوفاني توپوهنه ترسره کړه چې د ۵ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مټ یې په ۳۶ توپونو ۹۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز عثمان خواجه په ۲۷ توپونو ۴۰ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کولین مونرو ترلاسه کړه. په دغه لوبه کې د بریا سره اسلام اباد یونایټیډ په ۶ لوبو کې ۴ لوبې وګټلې چې د ۸ نومرو سره په جدول کې دویمه لوبډله شوه، خو کوټې بیا په ۶ لوبو کې ۵مه ماتې هم وخوړه او تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

نن به د پاکستان سوپر لیګ ۱۹مه لوبه د پېښور زلمي او کوټې ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …