کورپاڼه / هنر او کلتور / هریتک روشن: سلمان خان یوه داسې ناروغي لري چې هر څوک ورته د ځان په خلاف ښکاري

هریتک روشن: سلمان خان یوه داسې ناروغي لري چې هر څوک ورته د ځان په خلاف ښکاري

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند هریتک روشن وایي چې سلمان خان په یوې داسې ناروغۍ اخته دی چې هر څوک ورته سازش کوونکی ښکاري.

هریتک روشن دا خبرې د بالیووډ د فلمونو ډایریکټر کرن جوهر سره د هغه په خپرونه کې وکړې. په خپرونه کې کرن جوهر له سلمان خان څخه پوښتنه کوي چې که چېرته موقع په لاس ورشي نو د سلمان خان کوم عادت به ختم کړي؟

ددې پوښتنې په ځواب کې هریتک روشن وایي چې دی پوهېږي چې سلمان خان د هر چا خوښېږي خو هغه په یوه داسې ناروغۍ اخته دی چې هر څوک ورته سازش کوونکی یا د ځان په خلاف ښکاري نو که موقع پیدا شوه نو دا عادت به یې ختموي.

کوربه ترې یوه بله پوښتنه کوي چې که چېرته د سلمان خان په څېر د بریا تر لوړو پوړو پورې ورسېږي نو څه به وکړي؟ هریتک روشن یې په ځواب کې وایي چې مطبوعاتي کانفرانس راغواړي او د ټولو مخکې اعتراف کوي چې: ((ای لوو هریتک روشن))

د یادولو وړ ده چې هریتک روشن او سلمان خان تر هغه وخته ښه اړیکې درلودې، چې سلمان خان د (کهو نا پیار هی) فلم لپاره هریتک روشن ته د باډي بلډینګ طریقې ورښودې خو کله چې سلمان خان د سنجی لیلا بنسالي په وړاندې بیانونه ورکړل نو اړیکې یې خرابې شوې.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …