کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ملا بل ته مسئلې کوي او په خپله… توجووو یې هم واکسین کړ
مفتي سردار

ملا بل ته مسئلې کوي او په خپله… توجووو یې هم واکسین کړ

د پاکستان هغه مشهور ملا چې په ټولنیزو رسنیو کې په دې وروستیو کې د هغه تقریرونه ډېر لاس په لاس کېږي، هم د کورونا ویروس ضد واکسین وکړل.

د نوښار اوسېدونکی مفتي سردار علي حقاني څه وخت مخکې د کورونا ویروس په اړه په خپل یو تقریر کې هم خبرې کړې وې او دا هر یې څه درواغ بللي و، چې له امله یې وروسته بیا پولیسو هم نیولی و او بیا د خپلې وېنا څخه منکر شوی و.

مفتي سردار چې په توجووو مشهور دی، تازه واکسین شوی دی او د واکسین پر مهال اخیستل شوی عکس یې هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

مفتي سردار علي حقاني

مفتي سردار علي حقاني څو ورځې وړاندې په ملاله یوسفزۍ پسې هم په یو تقریر کې خبرې کړې وې، چې د هغه تقریر له امله نیول شوی او په زندان کې دی.

د مفتي سردار علي دوه نورې ویډیوګانې هم څه وخت مخکې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وې، چې په لومړۍ ویډیو کې يې په افغانستان کې د جهاد رد کړی و، خو په دویمه ویډیو کې یې بیا په افغانستان کې د ټولو افغانانو پر وړاندې د جهاد غږ پورته کړی و، چې له سختو نیوکو سره مخ شوی و.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …