کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ناسا ادعا کوي چې د ځمکې په څېر سیاره یې موندلې

ناسا ادعا کوي چې د ځمکې په څېر سیاره یې موندلې

د امریکا فضایي ادارې ناسا یوه داسې عجیبه سیاره موندلې چې له هغې وروسته ساینسپوهانو یې له ځمکې پرته د ژوند په لټه کې زړه راښکون ښودلی.

د بریتانیې د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې د نړیوالې ادارې یو لابراتوار او د نیو مکسیکو پوهنتون څېړونکو له لمریز نظام څخه بهر یوه داسې سیاره موندلې چې د (ټي او ای – ۱۲۳۱ بي) نوم یې ورکړی.

ساینسپوهان وایي چې دغه سیاره د نیپتون د سیارې په اندازه ده او په څلرویشت ورځو کې د خپل ستوري پر شاوخوا تاوېږي، ځکه چې دا سیاره د ځمکې او لمر ترمنځ له فاصلې څخه اته برابره ډېر خپلې سیارې ته نږدې ده خو د تودوخې درجه یې بیا ځمکې ته نږدې ده، ځکه چې د مرکزي سیارې انرژي یې یو څه کمزورې ده.

د سیارې پر سطحه د اوبو شتون هم واضح دی او د ځمکې د کرې چاپیریال یې ۱۴۰ درجې فارن هاییټ دی، یعنې دا ډېره حیرانوونکې کوچنۍ سیاره ده او چاپیریال یې مطالعه کیدلی شي.

ساینسپوهان په دې نظر دي چې د سیارې فضا کې وریځې شته یعنې اوبه شتون لري. دوی وایي چې دوی به له څېړنو معلومه کړي چې دا وریځې څه ډول جوړښت مومي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …