کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نوین الحق وځلېده، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه
نوین الحق

نوین الحق وځلېده، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

نوین الحق په پرونۍ لوبه کې ښه وځلېده او ۳ لوبغاړي یې وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه کړای شوه او یو ځل بیا له ماتې سره مخ شوه.

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې پرون د ډربي شایر او لیسټر شایر لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، د لوبې په پیل کې لیسټر شایر پچه وګټله او لومړی یې ډربي شایر ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ډربي شایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وکړې چې له ډلې یې مټ کریچلي ۸۰ ناسوځېدلې، لویس ریس ۵۱ او الیکس هافس ۳۸ منډې وکړې. د لیسټرشایر له خوا نوین الحق په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول، همدا راز ګیوین ګریفتس، ارون لیلي او بین مایک هم ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۲۱۰ منډو هدف په تعقیب کې د لیسټر شایر لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې وکړې چې د ۲۳ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی له خوا ریشي پټیل ۳۵ او ارون لیلي ۲۹ منډې وکړې. د ډربي شایر له خوا لوګان وان بیک ۳، مټ کریچلي او لویس ریس ۲-۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه مټ کریچلي ترلاسه کړه، چې نوموړي په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېده او خپلې لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …