کورپاڼه / هنر او کلتور / د (کُچ، کُچ هوتا هی) فلم لپاره ایشوریا رای ته وړاندیز شوی و خو هغې نه و منلی

د (کُچ، کُچ هوتا هی) فلم لپاره ایشوریا رای ته وړاندیز شوی و خو هغې نه و منلی

د بالیووډ په سوپر هیټ فلم (کچ، کچ هوتا هی) کې د ټینا ملهوترا د کردار لپاره په لومړیو کې ایشوریا رای ته وړاندیز شوی خو نوموړې دغه وړاندیز ونه مانه.

دغه فلم چې د کرن جوهر په لارښوونه جوړ شوی مرکزي رول ور پکې شاهرو خان لوبولی او ترڅنګ یې کاجل او راني مکرجي هم مرکزي رول لوبونکې اداکارانې دي، خو د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې له وړاندې یې د ټینا کردار لوبولو لپاره ډېرو اداکارو ته وړاندیز شوی و خو هیچا نه و منلی.

کرن جوهر منلې چې د ټینا کردار لپاره یې ټوینکل کهنا ټاکلې وه خو هغې په فلم کې اداکاري نه کوله او له هغې وروسته یې تبو، ایشوریا او د ارمیلا په ګډون نورو ته هم وړاندیز وکړ.

بل لوري ته ایشوریا په فلم کې د کار نه کولو لامل بیان کړی او ویلي یې دي چې هغه وخت یې په فلمي صنعت کې له غوره اداکارانو سره سیالي درلوده نو دغه رول ورته ستونزمن و او د نېوکو لاندې راتله.

نوموړې وایي چې خلکو نېوکې کولې چې په فلمونو کې هم هماغه کار کوي کوم یې چې په موډلینګ کې کاوه او په همدې ډول یې کیریر خرابېده.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …