کورپاڼه / خبرونه / د محمد شهزاد سره بد چلند، د کرکټ بورډ غبرګون هم ښکاره شو
محمد شهزاد او رییس احمدزی

د محمد شهزاد سره بد چلند، د کرکټ بورډ غبرګون هم ښکاره شو

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ډایریکټر رییس احمدزي له محمد شهزاد سره د بد چلند خبرونو خپرېدو وروسته خپل غبرګون ښکاره کړی دی.

پرون په خپلواک وېبپاڼه کې د محمد شهزاد په تړاو دا خبر خپور شو، چې له هغه سره په کرکټ بورډ کې بد چلند شوی دی او له مېلمستون څخه په ډېر سپکاوي ویستل شوی و.

اوس د کرکټ بورډ ډایریکټر رییس احمدزی وايي: ((د افغانستان کرکټ بورډ ټولو لوبغاړو ته د قدر په سترګه ګوري. د شهزاد په اړه چې کوم خبرونه خپاره شوي و موږ یې پوښتنه وکړه او ثابته شوه چې هیڅ داسې څه نه دي پيښ شوي.))

رییس احمدزي په خپل ټویټ کې زیاته کړې ده ((لوبغاړي زموږ سر سترګې دي او زموږ ټول کوشش دا ده چې ټول اړین ضرورتونه یې پوره کړو.))


د یادولو وړ ده چې محمد شهزاد سره له سپکاوي ډک چلند په اړه د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې پخواني غړي بختیار ساحل پوسټ کړی و، چې وروسته بیا د کرکټ بورډ یوې بلې سرچینې هم دا خبره خپلواک وېبپاڼې ته تایید کړه، په خپله محمد شهزاد تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …