کورپاڼه / روغتيا / آیا په پرلپسې توګه د موبایل استعمال د سترګو د سوخت سبب کېږي؟

آیا په پرلپسې توګه د موبایل استعمال د سترګو د سوخت سبب کېږي؟

که څه هم د بېلابېلو کارونو او مصروفیاتو په سبب د ځیرکو موبایلونو ترک کول یا سکرین ته کم کتل یوه ستونزمنه کړنه ده، ځکه چې اوسمهال موبایل زموږ د ژوند برخه ګرځېدلی خو ځینې داسې سببونه هم شته چې په سبب یې باید د موبایل پر استعمال فکر وشي.

د پیاده تګ پرمهال خطر:

نن سبا به داسې کوم ځوان نه وي چې پر سرک روان وي او موبایل ونه کاروي، چې په همدې سبب ډېرې پېښې رامنځته کېږي او ان د مړینې خطر هم رامنځته کوي. همدغه راز په کور کې هم ورته پېښې رامنځته کوي او ممکن له یو شي سره د ټکر په پایله کې ډېرې ستونزې راپورته کړي.

د سر درد:

دا ډېر سببونه لري، د موبایل څخه خارجېدونکې زیانمنې وړانګې او د موبایل تېز لایټ یا روښانتیا پرته له دې چې سترګو ته آرام ورکړل شي زیانمن تمامېږي.

د سترګو سوخت:

ځینې چینایي ډاکتران وایي چې ځیرک موبایلونو ته تر ډېره کتل د سترګو د سوخت سبب کېږي، نو که چېرته یې سمدستي درملنه ونه شي نو د نظر د کمزورۍ لامل هم ګرځي.

په ماشومانو کې د یوازیتوب احساس:

په دې اړه تر اوسه داسې کوم ثبوت نشته چې له مخې دې وویل شي چې د موبایل استعمال په ماشومانو کې د یوازیتوب سبب کېږي، خو په سبب یې د یوازیتوب نښې، نښانې پیدا کیدلی شي.

پر کارونو اغېزې پرېباسي:

ځینې کسان شکایت لري چې موبایل یې پر ژوند ناوړه اغېزې کوي او کله چې پر یوولسو بجو د خوب اراده وکړي نو په دولسو یا په یوه بجه وېده کېږي، چې په همدې سبب یې پر ژوند ناوړې اغېزې هم پرېوځي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …