کورپاڼه / خبرونه / له محمد شهزاد وروسته دوه نور ځوان لوبغاړي هم کرکټ بورډ له دروازې رخصت کړي
محمد شهزاد ٥

له محمد شهزاد وروسته دوه نور ځوان لوبغاړي هم کرکټ بورډ له دروازې رخصت کړي

په افغانستان کرکټ بورډ تورونه دي چې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره له سپکاوي ډک چلند یې روان کړی دی او له محمد شهزاد وروسته دوه نور ځوان لوبغاړي هم کرکټ بورډ له دروازې څخه رخصت شوي دي.

تېره ورځ د ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد د کرکټ بورډ د مېلمستون څخه ډېر په سپکاوي رخصت شوی و.

اوس د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې پخوانی مسوول او ورزشي خبریال ابراهیم مومند لیکي چې: ((شهزاد هم له مېلمستون ویستل شوی، سلیم صافی له دروازې رخصت شوی او ضیا شریفي چې Yo-Yo ټیسټ کې کامیاب هم و سرپټې اکاډمۍ سره مېلمستون او لوبغالي ته له ورتلونکې دروازې رخصت شوی.))

په دې اړه ابراهیم مومند په خپله فېسبوکپاڼه کې پوسټ کړی دی، هغه مخکې لیکي: ((د ۳۰۰ کارکوونکو لرونکې اداره چې کمپ کې د ګډون لرونکو لوبغاړو ليست نشي خپرولى او هم د Yo-Yo ټيسټ نتيجه نشي رسنيزه کولى فکر کوئ هغوی به دا تائيد کړي چې شهزاد يې په توهينوونکي انداز له مېلمستون يا دغه دوه نور ملي لوبغاړي د بورډ له دننه او ان له دروازې رخصت کړي؟))

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ډایریکټر له شهزاد سره د یاد چلند په اړه ویلي دي، چې داسې هېڅ نه دي شوي، خو خپلواک وېبپاڼې ته دوه سرچینو تایید کړې ده، چې له هغه سره له سپکاوي ډک چلند شوی دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …