کورپاڼه / روغتيا / د کدو له جوسو سره د لېمو اوبه ګډې کړئ او په دې سره له لاندې ناروغیو ځان وساتئ

د کدو له جوسو سره د لېمو اوبه ګډې کړئ او په دې سره له لاندې ناروغیو ځان وساتئ

په اسلامي طب کې د کدو ډېرې زیاتې ګټې بیان شوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم به هم په ډېر شوق سره خوړل. اولیاء کرامو هم دغه سبزي په ډېرې سره خوړله او د جنت سبزي یې هم بولي.

کدو په عموم کې دوه ډوله لري یو یې ګرد او بل یې بیا اوږده وي او د کال په شپږو میاشتو کې په بازار کې په آسانی سره موندل کېږي. طبي کارپوهان وایي چې کدو د سوړ طبیعت لرونکې او تازه سبزي ده.

الله تعالی په دې ارزانه کې سبزۍ کې بې شمېره غذایي رانغاړلي او د کلسیم، پوتاشیم او اوسپنې کچه یې بېخي ډېره ده او ترڅنګ یې ویټامین ای او ویټامین بي هم لري. دغه سبزي د قبضیت ضد واقع کېږي او د معدې سوخت او تېزابیت هم له منځه وړي.

دغه راز د کدو جوس هم ډېرې حیرانوونکې ګټې لري او په څښلو سره یې نه یوازې دا چې د میتازو سوخت ختمېږي، بلکې د کولمو او معدې لپاره هم ډېر زیات ګټور وي.

د جوسو د ترلاسه کولو لپاره به یو کدو راواخلئ، اوبه به ترې وباسئ، یوه کاچوغه د لېمو اوبه به ورګډې کړئ او په ورځني ډول به یې وڅښئ ان شاء الله چې پورته ذکر شوې ستونزې به مو حل ومومي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …