کورپاڼه / روغتيا / د چایو ډېر استعمال په نارینه وو کې د کومو ناروغیو لامل ګرځي؟

د چایو ډېر استعمال په نارینه وو کې د کومو ناروغیو لامل ګرځي؟

چای زموږ د ژوند یوه داسې اړینه برخه ګرځېدلې چې ډېر شمېر خلک پرته له هغې ورځ نه شي تېرولی. چای ګټې هم لري خو دا په هغه صورت کې کله چې په مناسبه اندازې سره استعمال شي، خو کله چې یې استعمال ډېرېږي نو زیانونه یې هم رابرسیره کېږي.

خو ددې هر څه سربېره بیاهم ډېر شمېر خلک د چایو عادت نه پرېږدي. د ټایمز اف انډیا د راپور د لیکنې له مخې د چایو ځینې زیانونه په ګوته شوي، چې په دې کې ترټولو بنسټیزه ستونزه د خوب د کمښت ستونزه ده چې لوی لامل یې د کافینو استعمال دی.

دغه راز په چایو کې د تیو فیلاین په نوم کبمیاوي ماده هم وي چې د قبض سبب ګرځي. ډېر شمېر خلک په دې باور دي چې چای د هضم لپاره ګټور وي خو که چېرته له اړتیا ډېر استعمال شي نو په بدن کې د تیوفیلاین کچه ډېروي چې بیا د هضم د خرابۍ او قبض سبب کېږي.

په چایو کې د کافینو شتون ددې سبب کېږي چې طبیعت یا موډ ورسره سم شي خو که چېرته یې اندازه ډېره شي نو خبره بیا برعکس کېږي او د طبیعت د خرابېدو، خپګان او د ذهني فشار سبب کېږي.

امیندوارې میرمنې خو دې له چایو بالکل ډډه وکړي ځکه چې د چایو استعمال یې د ماشوم وده اغېزمنوي او په ځینو حالاتو خو د حمل د سقط کولو خطر هم موجود وي او که چېرته یې نارینه ډېر استعمال کړي نو د پروستات د ناروغۍ سبب یې کېږي او که چېرته دا ناروغي ډېره شي نو د پروستات د سرطان سبب کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …