کورپاڼه / خبرونه / روان کال به څومره کسان حج وکړی شي؟

روان کال به څومره کسان حج وکړی شي؟

د سعودي عربستان د حج وزارت د روان کال لپاره د حج کوونکو شمېر اعلان کړی او ویلي یې دي چې سږ کال به شپېته زره کسان د حج فریضه ادا کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د حج وزارت د روان کال لپاره د حج شرایط اعلان کړل او ویلي یې دي چې سږ کال به هم په لږ شمېر کسان حج ادا کړي چې شمېر به یې شپېته زره وي.

ددې هیواد د حج وزارت ویلي چې سږ کال به د کورونا وایروس په سبب یوازې هغه کسان حج ادا کړي چې په سعودي کې مېشت وي او ترڅنګ باید داسې ناروغي ونه لري چې درملنه یې نه کېږي او صحت مند وي.

دغه راز د حج ادا کولو لپاره د کورونا واکسین اړین شرط دی او عمر هم له اتلس څخه تر پنځه شپېته کلنۍ پورې د حج کولو له شرطونه څخه ټاکل شوی. د حج وزارت وایي چې دا پرېکړه یې د روغتیا او سلامتیا په نظر کې د نېولو سره کړې او د غوښتنلیکونو د جمع کولو لپاره به بریښنایي طریقه په څو ورځو کې وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده چې تېر کال هم د کورونا په سبب د سعودي د حکومت له لورې د لږ شمېر کسانو لپاره د حج اجازه ورکړل شوې وه، چې ور پکې د سعودي مېشته داخلي او خارجي کسانو ته اجازه ورکړل شوې وه.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …