کورپاڼه / خبرونه / په شکېب الحسن د ۴ لوبو بندېز ولګېد
شکېب الحسن

په شکېب الحسن د ۴ لوبو بندېز ولګېد

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر لوبغاړی چې د بنګله دېش په کورنیو لوبو کې يې ډېر بد چلند کړی و، د ۴ لوبو بندېز پرې لګېدلی دی.

په بنګله دېش کې د ډهاکه لیګ سیالۍ روانې دي، چې د دغه سیالیو په یوه لوبه کې پرون د لوبې پر مهال دوه ځلې شکېب الحسن سخت غصه شو او له لوبڅارانو سره یې شخړه وکړه.

هغه همدا راز ویکټې هم وویستلې او لوبڅارانو ته یې ډېره غصه ښکاره کړه، چې د ویډیو خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې پرې د خلکو له خوا سختې نیوکې وشوې.

وروسته بیا شکېب الحسن په ټولنیزو رسنیو کې په خپل دغه چلند باندې بخښنه هم وغوښته او هیله يې څرګنده کړه، چې بل ځل به په لوبه کې داسې چلند ونه کړي.

خو د بنګله دېش کرکټ بورډ پر نوموړي په ډهاکه لیګ کې د ۴ لوبو بندېز لګولی دی او نوموړی به د ډهاکه لیګ په راتلونکو څلورو لوبو کې ونه لوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …