کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په نړۍ کې د کاربن ډای اکساید د خارجېدو کچه لوړې درجې ته رسېدلې

په نړۍ کې د کاربن ډای اکساید د خارجېدو کچه لوړې درجې ته رسېدلې

د نړۍ په آب او هوا کې د کاربن ډای اکساید کچه یو ځل بیا تر خطرناکې کچې پورې لوړه شوې. یعنې د کاربن ډای اکساید کچه د صنعتي دور له لومړیو څخه پنځوس سلنه ډېره ده.

ساینسپوهان وایي چې په چاپیریال کې د کاربن ډای اکساید په کچه کې له لومړیو څو برابره ډېروالی راغلی. دوی وایي چې د میي په میاشت کې د کاربن ډای اکساید په کچه کې په هر میلون کې ۴۱۹.۱۳ برخې وه چې دا د تېر کال په پرتله په هر میلون کې ۱.۸ برخې ډېروالی په ګوته کوي.

په شمالي نیمه کره کې او بیا د میي په میاشت کې په ګلونو او بوټو کې د کاربن ډای اکساید د جذبولو کچه لوړې کچې ته رسېږي.

خو دا بیا د لنډ مهال لپاره وي ځکه چې د حمل و نقل، د بریښنا لپاره د سکرو، تېلو او د طبیعي ګازو د سوځونکو کاربن ډای اکسایدو اخراج وړتیا له بوټو څو برابره ډېره وي.

د کورنیل پوهنتون د آب و هوا ساینسپوه نټالي مهوالډ وایي:((تر پنځوس سلنو زیات کاربن ډای اکساید خارجول رښتیا هم خطرناک دي، نو که غواړو چې له خطر څخه ځان وساتو نو د کاربن ډای د اخراج د ختمولو لپاره باید ډېره خواري وکړو.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …